نخود
نخود یو دومشیمه بوټی د حبوباتو له جملی نه دی چې د legumiceae په نباتی کورنۍ پوری اړه لری . علمي نوم يې Pisum sativum دی د معمولی نخودو علمي نوم Cicer arietinum دی . د نخودو وحشي ډولو نه دي لیدل شوی . نخود د پیدایښت لرغونی اړخ لری د لرغونو یو نانیانواو رومیانو له خوا روزل کیدل . ځیني مورخین په دې عقیده دي چې نخود یو لرغونی مصري بوټی دی ۱۹۴ ق . م په وخت کې روزل کیده. داسې هم ویل کیږي چې لرغونوخلکو د نخودو،لوبیا، نسکو او موټو تر منځ دقیق تشخیص نشوای کولاي له دې کبله سخته بریښي چې په دې پوه شو چې تاریخي اسناد د کوم یو بوټي په اړه لیکل شوي دي . شواهد ځرگندوي چې د Pisum sativum د پیدایښت ټاټوبی منځنۍ اسیا ده. تازه نخود ( مټر) Garden pea په منځنۍ او شمالي اروپا کې په منځنیو دورو کې روزل کیده. په انگلستان کې نخود په یولسمه پیړۍ کې روزل کیدل . امریکاته د هغه د کاشیفونو په واسطه یوړل شول چې فعلا زیات اهیمت لری او یومهم فصل شمیرل کیږي.
اقتصادي ارزښت
نخود یو مهم غذايي بوټی دی د نړۍ په بازارونو کې په تجارتي ډول پلورل کیږي. په اوسط ډول سره نخود ۲۴ فیصده پروتین، ۶۱.۷ فیصده نشایسته، ۱.۵ فیصده شحم ، ۰.۳۳ فیصده کلسیم، ۰.۲۶ فیصده فاسفورس ، ۰.۵۱ فیصده اوسپنه او همدارنگه د A , B1 , B2 ,C , PP ویتامینونو لرونکي دي . دنخودو رسیدلې دانې د دال ، اوړو او همدارنگه د وچودانو په ځیر په زیانې اندازه سره په مصرف رسیږي . د نخودو نا رسیدلي پلي او تازه پاڼې د سبزي په شکل سره په مصرف رسیږي . چې بعضې يې د گنگل په شکل او زیاته اندازه يې په تازه شکل پلورل کیږي .
نخود د نړۍ په ۳۴ هیوادونو کې په تجارتي ډول کرل کیږي او د غذايي موادو په حیث په مصرف رسیږي . مگر په افغانستان کې دومره مشهور نه دي د تورو نخود کرل چې په افغانستان کې رواج لري چې وچې دانې په پاخه ډول په مصرف رسیږي .له نخودونه په صنعت کې د شیرینو غذاگانو په جوړولو کې استفاده کیږي همدارنگه د نړۍ په زیاتو هیوادونوله نخودونه د حیواناتو د غذا په حیث هم استفاده کیږي . په زراعت کې هم نخود زیات ارزښت لري ددې نبات په نیلو کې د لیگیوم د کورنۍ د نورو بوټو په ځیر یو ساختمان Nodule موجود دي چې د مخصوې بکتر یاRhizobium leguminosorum په واسطه د هوا نایتروجن په ځمکه کې نصبوي چې د خاورې فزیکي حالت برابروي چې د راتلونکي فصل د نباتاتو لپاره زیات ارزښت لري د یوفصل په اوږدوکې نخود له ۵۰ ځخه تر ۶۰ کیلو گرامه نایتروجن په یو هکتار کې نصبوي .
د نخودو دکرنې ساحه او حاصل
نخود یو زیات مهم او ارزښتناک بوټی دی د نړۍ په گڼ شمیر هیوادونو کې روزل کیږي چې له دې جملې نه په ۳۴ هیوادونو کې په تجارت لپاره روزل کیږي ديو کلن حاصل اندازه 7.5 میلیون ټنو ته رسیږي . په جهاني مقیاس کې 2.16 میلیون هکتاره ځمکه د نخودو تر کښت لاندې ده چې 70-80% فیصده يې په هند کې ده او 4.5 میلیون ټنه حاصل ورنه لاس ته راوړي په اوسط ډول سره په یو هکتارځمکه کې د نخودو دحاصل اندازه ۵۶۰ کیلو گرامه ښودل شوې ده.
د نخود نباتي مشخصات
نخود یو واښه وږمه کوچینی بوټی دی چې ۲۵ ځخه تر ۵۰ سانتي مترو پورې لوړوالی لري . ریښې يې په ښه ډول سره منشعبې شوې چې له ۱ ځخه تر ۲ مترو په ځمکه کې ښکته کیږي . مستقیمه او منشعبه ډکه تنه لري. بڼکه ډوله مرکبې پاڼې لري چې له ۱ ځخه تر ۳ جوړو پورې رسیږي چې د رنگ له مخې کم رنگه شنې او سپینې گردلرونکې وي . زیات شمیر نخود سپین یا سره يا بانجاني گلان لري. پلي يې پړسیدلي ۴ ځخه تر ۸ سانتي مترو اوږدوالی لري . د نخود تخمونه ښویې، ژور ژور، گونځې شنه یا زیړ وي . په پلیو کې له د۲ ځخه تر ۹ دانې تخمونه موجودوي د تخمونه انډوسپرم يې ژیړ يا شین وي .
د نخودوبیولوژیکي مشخصات
نخود نسبتاً په سوړ بخونه هواکې ښه وده کوي د تخم د زرغونیدو لپاره ټيټه تودوخه ۴.۴ درجې د سانتي گراد ټاکل شوې په ۲۴ درجو کې زیات تخمونه زرغونیږي . د نبات د نمو لپاره مناسبه تودوخه له ۲۰ ځخه تر ۳۰ درجو پورې ده. زیاته اندازه لندبل او وریځ لرونکې هوا په دوام دارډول سره د گلانو ، پلیو او په تخم کې د ذخیره کیدونکو موادو په اندازه منفي اغیزه کوي . د ژوند دوران يې په ورایټیو او د روزنې په شرایطو پورې اړه لري چې ۷۰ ځخه تر ۱۴۰ ورځو پورې رسیږي . وچه هوا هم د نبات په حاصل باندې منفي اغیزه کوي.
په نوبتي کرونده کې له نخودو مخکیني مناسب نباتات قطاری نباتات خصوصاً سبزیجات گنل کیږي له غله يي نباتاتو وروسته هم په کامیاب ډول سره روزل کیږي .
د نخودو ډولونه
په نړۍ کې د نخودو ډیر ډولونه موجود دي د تازه خوراک نخود hortense Pisum sativumد وچو دانونخود Pisum sativum arvensa په زیاته پیمانه روزل کیږي .لاتر اوسه دا نه ده معلومه چې په افغانستان کې ځو ډوله نخود کرل کیږي او د کښت اندازه يې ځومره ده. د تخم له نظره نخود په دوه ډوله ویشل شوي ځینې يې ښويې او ځینې یې زیږه دي لتل مارول په گرمو سیمو کې ښه نتیجه ورکوي د الاسکا ورایتي د مړاوي کیدونکې مرض په مقابل کې مقاومت لري او توماس لکستون یې ښه شهرت لرونکي دي.
د نخودو کرنه
خاوره او دخاورې تیارول
نخود په مختلفو خاورو کې د روزنې وړ دي . د وختي حاصل لپاره شگلنه لوم خاوره مناسبه ده د لوړ حاصل لپاره ښه زهکشي شوې کلې لوم خاوره یا سیلټ لوم په زړه پورې بریښي . تیزابي خاورې د نبات د کښت لپاره مناسبې نه دي د خاورې PH: 6.5 – 7.5 د نخودو لپاره مناسب دي .
دسرې استعمال
ددې لپاره چې د نخودونه زیات حاصل لاس ته راوړو ضروري ده چې دهغه په کرونده یوه اندازه عضوي او کیمیاوي سرې استعمال کړو ترځو دنبات د ضرورت وړ عناصر و انډول په خاوره کې برابر شي. چې د هغه اندازه په دې ډول سره ده. په یو جریب کې ۳۰ کیلو گرامه یوریا،۲۵کیلوگرامه ډي اي پي DAP او ۲۵ کیلوگرامه پو تاشیم سلفیت سره باید استعمال شی سره باید د کرل شویو تخمونه سره په تماس کې نه شي .
د کرنه او فاصله
نخود نسبتاً د سړوپه مقابل کې مقاوم دي په ډيره توده هوا کې ښه حاصل نه ورکوي له دې کبله په هغو سیمو کې چې نخود په اوړي کې روزل کیږي نو باید وختي وکرل شي همدارنگه ناوخته کرنه حاصل کموي په هغه سیمو کې چې اوړی یې سوړ وي ناوخته کرنه هم کیدای شي. د نخودو تخمونه په کلې خاوره کې ښايې 2.5 cm په ژوروالي او په شگلنه خاوره کې د 3–5 cm په ژوروالي سره کرل کیږي په ځينو وختونو کې نخود په قطارونو کې یو له بله د 60–90 cm فاصله لري کرل کیږي . ددې لپاره چې پوره اندازه بوټي تولید شي باید په یو جریب کې 20 kg کیلو گرامه تخم چې د کیمیاوی موادو TMTD سره معامله شوی وی کرل کیږي . په نخودو کې د ننه نامطلوبه بوټي د مخنیوي لپاره متافرس 0.35-0.7 kg/h استعمالیږي اود للون سره لري کیږي. هغه پټي چې للون پکې اجراکیږي ښايې د قطارونو تر منځ فاصله یې زیاته وي . ځرنگه چې نخود په چټکۍ سره وده کوي نو له دې کبله زیات للون ته اړتیا نه لري.
اوبه لگول
نخود د تیغ وهلوپه وخت کې زیاتو اوبو ته اړتیا لري . نو ددې لپاره چې خاوره ښه لندبل ولري خاوره د کرنې نه مخکې باید داسې اوبه شي چې اوبه په خاوره کې د 85 سانتی ځخه تر 90 سانتي پورې په ځمکه کې ښکته نفوذ وکړي . په دې صورت کې د خاورې لندبل د گل تر باسلو تر مرحلې د نبات لپاره کافي دی . نخود دری ځله اوبه کیږي د غوټۍ د راوړلو په مرحله کې ، د گل او دپلیو د تشکیل په مرحله کې اوبه کیږي . د گل د مرحلې نه مخکې خاوره باید 70% د گل او میوې د تشکیل په مرحله کې 70-80% فیصده لندبل باید ولري د اوبو کمبود د گل او میوې د تشکیل په مرحله کې په حاصل باندې منفي اغیزه لري.
له بوټو نه د پلیو راټولول
ځرنگه چې نخود غیر محدوده وده کوي نخودو ته اوبه ورکول په یوه وخت کې گل باسل او حاصل راټولول لمنځه وړي نو د لاندنیو پاڼو په ژیړیدو سره باید اوبه لگول بندکړو تر ځو د هغه د اضافي ودې مخنیوی وشي او حاصل په یوه وخت کې راټول شي. تجریبو ښودلې ده چې کله دانې تر غاښونو لاندې ماتې شي چیتې نه شي د نخودو دراټولولو ښه او مناسب وخت گڼل کیږي . حاصل په یو واری توگه سره راوټولیږي بوټي ټول له ځمکې ځخه راویستل کیږي . د کورني استعمال او تازه مارکیټ لپاره د نخودو پلي د لاس په واسطه راټولیږي چې د لاس په واسطه د پلیو راټولول د هغه بیه لوړه بیايي چې په دې ډول ۲ یا ۳ ځله پلي له پټویو نه راټولیږي. د پليو راټولو وخت د پلیو د رنگ له مخې ټاکل کیږي کله چې د پلیو رنگ د تور شین ځخه کم رنگه شین ته د بدلون په حالت کې وي پلي راټولیږي . خلاصه دا چې پلي باید په داسی وخت کې له بو ټو نه راټول شي چې د هغه کمیت او کیفیت یو د بل په زیان تمام نه شي.
ساتنه
د نخودو وچې دانې باید په پاک ځای کې چې لندبل يې تر کنترول لاندې وي ذخیره شی د دانو د لندبل اندازه باید د 10 ځخه تر 13 فیصده پورې وي د لندبل زیاتوالی د تخمونو د خوسا کیدو سبب کیږي همدارنگه د لندبل په کموالي سره په تخم کې د درزونو او د ماتیدو سبب کیږي چې تخم نامیه قوه یا د تیغ وهلو قدرت له لاسه ورکوي. ناروغۍ او افتونه: دوې حشرې نباتي سپږې Aphids او ویول نخودو ته زیان اړوي . چې له نیکه مرغه دواړې حشرې د Rotenone پودر په واسطه کنترولیږي . همدارنگه د تخم او ریښو ورستیدل د ارسان یا سیماب لرونکو مرکباتو په واسطه کنترولیږي د مقاومو تخمونو کرل د مرضونو په مخنیوي کې کومک کولای شي.
نتیجه او سپارښتنه
نخود زیات مهم غذايي او زراعتي بوټی دي د هوا نایتروجن په ځمکه کې نصبوي چې د خاورې فزیکي حالت برابروي همدارنگه زیاته اندازه پروتین او ویتامینونه لري چې په تازه ، پاخه او وچ ډول سره په مصرف رسیږي له هغه نه استفاده کول د انسانانو په غذا کې د پروتینو یوه اضافي منبع گڼل کیږي . د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې په تجارتي ډول تولیدیږي زیات عاید ورنه لاس ته راوړي . زمونږ په هیواد کې د هغې روزنې ته په زیاته پیمانه پراختیا ورکول کیداي شي که د نخودو اصلاح شوي تخمونه بزگرانو ته ترویج او د هغوي په اختیار کې ورکړل شي د هیوادوالو د غذايي موادو سطحه به لوړه ، خوارځواکي په لمنځه لاړه شي او ملي اقتصاد به پیاوړتیا ومومي . مر بوطو مرجعو ته سپارښتنه کیږي تر ځو د نخودو اصلاح شوي تخمونه د کرهڼو له ځیړنیزو مرکزونو نه تر لاسه او د بزگرانو په اختیار کې ورکړي.
ليکوال : رحمت پیتاوال